د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالۍ په پنځلسمه ناحیه کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی راهب، د ښاروالیو د پلټنې امر ښاغلي محمدحلیم شکران، د پلټنې دلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان المبارک په ۸ نېټه، د کابل ښاروالۍ د پنځلسمې ناحیې رییس ښاغلي مولوي عبیدالله شېرزاد او نورو کارکونکو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې په بهیر کې د یادې ناحیې له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او د پلټنې موندنو د پایلو د راپور په مسودې یې د پنځلسمې ناحیې مسوولینو پوښتنو ته قانع کونکي ځوابونه وړاندې کړل.
په پای کې د پلټنې پلاوي یوه کاپي د هغوی د نظر اخیستلو په پار ورسره شریکه کړه.