د پلټنې عالي ادارې پلاوي، په نور روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې، د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی خان راهب په مشرۍ پلاوی، چې ورسره د پوهنې، روغتیا او کلتور د برخې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي، او نورو غړو ګډون درلود، د نور روغتون له رییس ښاغلي ظاهر ګل ځدران، د ډاکټرانو له مشر ښاغلي ضیا الحق ضیا او نورو مسوولینو سره د ۱۴۰۱ هـ ش کال د مرغومي په ۲۰ نېټه وکتل.
په دغه غونډه کې د پلټنې عالي ادارې مسوولینو، د قرانکریم او نبوي مبارکو حدیثونو سره سم، د بیت المال د ساتلو په اړه معلومات وړاندې کړل، ورپسې یې د پلټنې د موخو، ډولونو، تاریخي مخینې، تر پلټنې لاندې ادارو کې د پلټونکو په مسوولیتونو او د پلټنې په بهیر کې تر پلټنې لاندې ادارو په مکلفیتونو، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د پلټنې عالي ادارې مسوولینو، د پلټنې اصلي موخه، په ادارو کې د نیمګړتیاوو او ستونزو پیدا کول وبلل او زیاته یې کړه: د پلټنې عالي ادارې مشرتابه تل کوښښ کوي، چې د مسلکي پلټونکو پر مټ، مسلکي او بې پرې پلټنه وکړي، تر څو د راټولو شویو عوایدو او لګښتونو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
په پای کې د نور روغتون مسوولینو، پلټنه په ادارو کې د ستونزو او نیمګړتیاوو په موندلو کې اړینه وبلله، چې ورسره د عامه سکټور د ښه والي سبب کېږي او په دې برخه کې یې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.