د پلټنې عالي ادارې پلاوي، په پوهنې وزارت کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب ، د پوهنې روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي او د پلټنې ټیم په ګډون د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب په ۳۰ نېټـــه د پوهنې وزارت اداري مرستیال ښاغلي مولوي سعید احمد شهیدخېل او د یاد وزارت له نورو مسوولینو سره د پلټنې پایغونډه جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د پلټنې په بهیر کې د مسوولینو له لوري د همکارۍ او پر وخت د اسنادو وړاندې کولو له امله مننه وکړه او د پلټنې د موندونو د راپور مسودې په اړه یې له مسوولینو سره خبرې اترې وشوې او د پلټنې د راپور مسودې یوه کاپي يې د نظر اخیستلو په موخه هغوی ته وړاندې کړه.