د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د ماليې وزارت د کوچنيو ماليه ورکوونکو رياست کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دولتي شرکتونو د پلټنې برخي امر ښاغلي مولوي محمد سليم صديقي، د پلټنې ډلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵هـ ق کال د شوال په ۲۸ نېټه، د ماليې وزارت د کوچنيو ماليه ورکوونکو رياست رييس ښاغلي مولوي اسد الله ساجد او د ياد رياست له نورو مسوولينو سره د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو اياتونو پيل شوه ورپسې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د پلټنې عالي ادارې په مخينې او مسووليتونو هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او پلټنه يې په ادارو کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه خورا اړينه چاره وبلله او د ياد رياست له مسوولينو يې دپلټنې په بهير د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غوندې په پای کې د ماليې وزارت د کوچنيو ماليه ورکوونکو رياست مسوولينو د پلټنې عالي ادارې ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او همدارنګه د پلټنې عالي اداره يې د نورو امارتي ادارو لپاره مصلحه اداره وګڼله او دپلټنې په بهير کې یې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.