د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د پکتیا له ولایتي مسوولینو سره د بهرنیو مرستو د پلټنې په موخه ولیدل
د ریاست الوزرا مقام له لارښوونې سره سم، د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې مشري یې د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر کوله، د پکتیا ولایت له والي ښاغلي مولوي داود سره په دې ولایت کې د بهرنیو مرستو د پلټنې لپاره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب په ۱۷ نېټه ولیدل.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ښې حکومتولۍ، د مالي سیستم په پیاوړتیا او په عامه سکټور کې د بنسټيزو سمونونو راوستلو لپاره د پلټنې عالي ادارې په مسوولیتونو خبرې وکړې.
دپکتیا ولایت والي ښاغلي مولوي داود ددې ولایت د طبعي پېښو په ریاست کې د پلټنې د پیل په اړه د خپلې تیارۍ او له پلټونکو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.