د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ستوماتولوژۍ روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د حکومتولۍ او قانون حاکمیت د پلټنې برخې امر ښاغلي مولوي اسدالله حیدري، د پوهنې روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ ه ق کال د رجب المرجب په ۲۳ نېټه، د کابل ستوماتولوژۍ روغتون رییس ښاغلي ډاکټر وکیل محمد وکینز او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د دې ادارې پلټونکي مسلکی او متخصص کسان وبلل، چې له نورو ادارو سره د کاري کیفیت په لوړولو، د ادارو په چارو کې د ستونزو او نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په برخه کې غوره همکاران دي پلاوي همدا راز د پلټنې په برخه کې د یاد روغتون له مسوولینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
پای کې ښاغلي ډاکټر محمد وکیل وکینز د پلاوي له ليدو خوښي څرګنده کړه او پلټنه یې په ادارو کې د ستونزو نیمګړتیاوو او تېروتنو د له منځه وړلو په پار اړینه وبلله نوموړي همداراز د پلټنې په بهیر کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.