د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ولایت ښاروالۍ په شلمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې ددې ادارې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د کابل ښاروالۍ د شلمې ناحیې له رییس ښاغلي عبدالغفور عمري او نورو مسوولینو سره ددې ناحیې د پلټنې په پار ولیدل.
پیل کې ښاغلي مولوي محمدحسن موسی زي د پلټنې عالي ادارې په صلاحیتونو، مسوولیتونو او لنډې تاریخچې او د پلټنې په څرنګوالي هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، او د یادې ناحیې له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
پای کې ښاغلي مولوي عبدالغفور عمري د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پلټنې په بهیر کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.