د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په دوه ویشتمه ناحیه کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۱۸
sdfdf

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، د پلټنې ډلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۴ نېټه، د کابل ښاروالۍ دوه ویشتمې ناحیې رییس ښاغلي مفتي سمیع الله سعید او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه. ورپسې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د یادې ناحیې له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، او د پلټنې د موندنو د راپور مسودې یوه کاپي یې د هغوی د نظر اخیستلو په پار ورسره شریکه کړه.
پای کې د کابل ښاروالۍ د دوه ویشتمې ناحیې مسوولینو د پلټنې بهیر په ادارو کې یو اصل وګاڼه او د پلټنې د سپارښتنو او موندنو د عملي کولو ژمنتیا یې څرګنده کړه. 

sdfsf

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS