د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ شهیدانو او معلولینو په چارو وزارت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې پلټنې ریاست پلټونکي ښاغلي مفتي محمد انورالحق، د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې پلټنې امر ښاغلي نوید الله واحدي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ ه ق کال د رجب المرجب په ۲۶ نېټه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له مالي او اداري رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي په امارتي ادارو کې د قوانینو او مقرراتو د رعایت پلټنې په ترسراوي خبرې وکړې او د یاد وزارت له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ناستې په دوام د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولینو په امارتي ادارو کې د سمونو راوړلو په پار د پلټنې بهیر د ترسراوي په اړه خبرې وکړې او له پلاوي سره یې د هر اخیزې همکارۍ ژمنتیا څرګنده کړه.