د پلټنې عالي ادارې پلټونکو لپاره د موضوعي مالیاتو ښوونیز پروګرام جوړ شو
د پلټونکو په غوښتنه او د پلټنې عالي ادارې د رهبري مقام په لارښوونه د موضوعي مالیاتو ښوونیز پروګرام د دې ادارې پلټونکو ته د څلورو ورځو لپاره د 1445 هـ ق کال د جمادي الاول په 5 نېټه جوړ شو.
ددې پروګرام په پیل کې د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې رییس ښاغلي سیدرحمن رحمن ددې پروګرام مهم درسي موضوعات په اجورې، معاش، ځمکو، کور کرایې او نورو موضوعاتو مالی، چې د موضوعي مالیاتو تر سیوري لاندې راځي یاد کړل، او زیاته یې کړه: ددې ادارې د ظرفیت لوړنې برخه هڅه کوي، تر څو ښوونیز پروګرامونه د دې ادارې د پلټونکو د اړتیا سره سم په لاره واچوي، چې د پلټنې په بهیر او راپور مثبت اغیز پریږدي.