د پلټنې عالي ادار ې حقوقي سلاکار او دوه تنه نویو سرپرست رئیسانو پرخپلو د ندو کارپېل کړ!
د یویې غوڼډې په ترڅ کې د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس ښاغلی مولوي قدرت الله جمال پر مشرۍ، چې ښاغلی مولوي عزت الله حقاني د ادارې مسلکي مرستیال، ښاغلی نجیب الرحمن رحماني مالي او اداري مرستیال او د دفتر رئیس ښاغلی قاري عبدالحق احساس هم حضور درلود، ښاغلی مولوي نور حیدر چې د شرعیاتو په څانګه کې لوړې زده کړې لري د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د ۳۰/۶/۱۴۴۳ نیټې د ( ۱۰۷۵) شمیرې حکم پربنسټ د ادارې د حقوقي سلاکار په توګه او ښاغلی مولوي محمد غازي چې د دیني علومو په څانګه کې لوړې زده کړې لري د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د ۳۰/۶/۱۴۴۳ نیټې د (۱۰۶۹) شمیرې حکم پربنسټ د بهرنیو مرستو د پلټنې ریاست سرپرست رئیس او ښاغلی مولوي خیال محمد عاصم چې د د یني علومو په څانګه کې لوړې زده کړې لري د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د ۳۰/۶/۱۴۴۳ نیټې د ( ۱۰۷۰) شمیرې حکم پربنسټ د د دفاعي، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې ریاست د سرپرست په توګه معرفي شول او خپلې دندې پېل کړې.
غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پېل شوه او ورپسې د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس د ښه راغلاست وینا ترڅنګ نوي ګمارل شوي سلاکار او رئیسانو ته مبارکي وویله او نوموړي خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته ځیر کړل، او په ورسپارل شویو چارو کې ورته دالله (ج) څخه دبریالیتوبونو هیله وکړه.
د غونډې په پای کې محترم مولوي نور حیدر، محترم مولوي غازي اومحترم مولوي خیال محمد عاصم هریوه په خپل نوبت سره د ریاست الوزراء عالي مقام او د پلټنې عالي ادارې د مشرتابه له باور او اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنې وکړې چې راسپارل شوې د ندې به په پوره صداقت سره تر سره کړي او د ادارې د پرمختګ او پیاوړتیا په برخه کې به هڅې وکړي.