د ښاریانو د ګډون چارو ته د رسیدنې کمېټې غونډه تر سره شوه

samema.sadat
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۴:۲۴
sao

د ښاریانو د ګډون چاروته د رسیدنې کمیټې لسمه غونډه د پنج شنبې په ورځ د۱۴۰۰ لمریز کال د وري په ۱۲ نیټه، د کړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې په چارو کې مرستیال او د ښاریانو د ګډون چارو ته د رسیدنې کمیټې رئیس ښاغلی سید بلال هاشمي، په مشرۍ او د دې کميټې د غړو په ګډون د پلټنې عالي ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

دښاریانو چارو ته د رسیدنې کمیټې رئیس د غونډې ګډونوالو ته هرکلی ووایه او د خلکو شکایتونو ته د رسیدلو، دهغوی وړاندیزونو، د خلکودپوهاوي،دګډو (مشارکتي) پلټنو د ارزښت، اهمیت او همدارنګه دعامه ادارو په پیاوړي کیدو کې دپلټنې د ونډې په اړه یې بشپړې څرګندونې وکړې.

sao

ورپسې د ښاریانو د ګډون چارو ته د رسیدنې کمیټې د تیرو غونډو د پریکړو د پلې کیدو په اړه راپور وړاندې شو، د کمېټې غړو د پلټنې د راپورونو، د ښاریانو د موندل شویو شکایتونو د ورستي کیدو اوخپرولو د څرنګوالي په اړه یې خبرې وکړې او د غونډې ګډونوالو په خپل نوبت سره خپل وړاندیزونه او نظرونه د یادې موضوع په اړه وړاندې کړل او پدې اړه لازم هوډونه ونیول شول، په پاي کې اړونده برخو ته لارښوونه وشوه، تر څو د کمیټې د پرېکړې له مخې په ټاکلي وخت کې کړنې تر سره کړي.

دیادونې وړ ده چې دملي شورا استازی، دمدني ټولنو او رسنیو استازي، د مرستندویه بنسټ استازی او د پلټنې عالي ادارې اړونده کارکوونکي دکمیټې غړي تشکیلوي.

sao

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS