د ښاریانو لپاره د پلټنې راپور

sao-af
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۶:۴۵
sao


د پلټنې عالي ادارې، ګټه لرونکو (ذینفعانو) کې ادارې، سازمانونه، بنسټونه، ښاریان او مختلف خلک شامل دي، د پلټنې عالي اداره هڅه کوي ترڅو په مراجعو کې د اغیزمنو پلټنو د تر سره کولو او د راپورونو د شریکولو له لارې له ګټه لرونکو سره اغیزمنې او ګټورې اړیکې ولري.
د پلټنې عالي ادارې، د ګټه لرونکو یوه برخه ښاریان تشکیلوي؛ ښاریانو ته د معلوماتو او اطلاعاتو د لاسرسي لپاره د پلټنې عالي ادارې مشرتابه اغیزمنې او ګټورې کړنې تر سره کړي دي، چې کولی شي په یوه ځانګړي فارمت کې د ښاریانو لپاره د پلټنې را پور ته اشاره وکړو چې د پلټنې په پروسه کې ښاریانو ګډون کړی او دپلټنې راپور یې خپور شوی ده.
د ښاریانو لپاره د پلټنې را پورونه په ساده روانه او عام فهمه ژبه ترتیب شوي دي او د ټولنیزو رسنیو له لارې د ولس دپوهاوي په موخه خپریږي.
په وروستیو کې د دولت د قطعیه حساب د پلټنې او د کړنو پلټنې ( تفتیش عملکرد ) راپورونه د ښاریانو لپاره د پلټنې راپور په ځانګړي فارمت کې د ښاریانو د پوهاوي په موخه، د ادارې دویپ پاڼې له لارې خپور شوی ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۱:۵۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاي؛ په ستره محکمه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د کړنو او ځانګړې پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت برخې د پلټنې امر ښاغلي مولوي اسدالله حیدري او د پلټنې ډلې غړو ګډون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۰:۴۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، په پنجشیر ولایت کې تر پلټنې لاندې ادارو لیدنه وکړه

د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، د بشري سرچینو رییس ښاغلي قاري عتیق الله شهادت یار او د عوایدو د پلټنې امر ښاغلي نثاراحمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۴:۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د افغانستان برېښنا شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۸ نېټه د افغانستان. . .

BACK TO NEWS