د ۱۴۰۲ کال لپاره د پلان جوړولو او عملکرد پلټنې، په اړه د ښوونيز سمینار غونډه جوړه شوه
د عملکرد پلټنې او چاپېریال ساتنې ریاست د پلټونکو د وړتیا لوړونې، د ۱۴۰۲ هـ ل کال د پلان ترتیبول ، له پلان جوړونې سره د پلټونکو د بلدتیا، د عملکرد پلټنې د بهیر ، راپور لیکلو او د پلټنې په جریان کې د مسلکي اخلاقو مراعت کولو لپاره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رمضان په ۶ نیټه غونډه جوړه کړه.
غونډه د مبارک قران په ایاتونو پیل شوه، د پلټونکو د وړتیا لوړونې موضوع سربېره پکې په ستونزو او د تېر کال په شته وو کاري نیمګړتیاو خبرې اترې وشوې او مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د اسلامي ارزښتونو، نبوي سېرت او مسلکي طریقې پامنیوي باندې ټینګار وکړ، او ترې یې وغوښتل چې د راتلونکي کال لپاره خپل صورت او سېرت د اسلام مبارک دین له احکامو سره برابر کړي.