د پلټنې عالي ادارې پلاوي، په پېښور کې د افغانستان اسلامي امارت قونسلګرۍ کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دفاعي، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې برخې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت د پلټنې برخې رییس ښاغلي نثار احمد ثبات، د فورنزیک او ځانګړې پلټنې رییس ښاغلي مفتي فضل الحق قاسمي او د عوایدو برخې پلټونکي ښاغلي مولوي محمدافسر مجاهد ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان المعظم ۱۷ نېټه، په پېښور کې د افغانستان اسلامي امارت جنرل قونسل ښاغلي حافظ محب الله شاکر، نورو ډیپلوماټانو او کارکونکو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د قونسلګرۍ له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او پرې یې د پلټنې د موندنو او سپارښتنو د عملي کولو ټینګار وکړ.
په پېښور کې د افغانستان اسلامي امارت قونسلګرۍ مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د پلاوي له ګټور هڅو مننه وکړه او د پلټنې عالي اداره یې د ټولو امارتي ادارو همکاره وبلله دوی له پلاوي سره د پلټنې د موندنو او سپارښتنو د عملي کولو ژمنتیا څرګنده کړه .