محمد ظریف علم ستانکزی دپلټنې عالي ادارې دمرکزي بودجوي ادارو دپلټنې د سرپرست رئیس په توګه په دنده وګمارل شو

faiz_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۵ - ۱۱:۵۴
SAO

هغه غونډه چې دښاغلي محمد ظریف علم ستانکزی دمعرفی په موخه د۱۳۹۸کال دغویي دمیاشتې په ۱۵نیټه  دپلټنې عالي ادارې دمطبوعاتي کنفرانس په تالارکې په لاره اچول شوې وه،  محترم محمد نعیم حقمل  دپلټنې عالي ادارې عمومی رئیس ، سید محمدمهدی حسینی  دادارې مسلکی مرستیال، مجیب الرحمن شیرزاد  دادارې مالي او اداري مرستیال ، ریئسانو ،آمرینو ،پلټونکو او دادارې نورو منسوبینو ګډون پکښې درلود.

په پیل کې محمد داراب شیرزاد  دپلټنې عالي ادارې دبشري سرچینورئیس ، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جلالتمآب جمهوررئیس‌ حکم دښاغلي  ستانکزی  دګمارنې په اړه  په لاندې شرح قرائت ګړ.

مراتب آتی در مربوطات اداره عالی بررسی:

1- تبدیلی حنان معروف رئیس بررسی ادارات بودجوی مرکزی دربست معادل به حیث رئیس بررسی ریاست ساحوی ولایت کندهار.

2- تقرر محمد ظریف علم ستانکزی دربست رتبه (2) به حیث سرپرست ریاست بررسی ادارات بودجوی مرکزی طبق متن پیشنهادی منظوراست.

ورپسې محمد نعیم حقمل دپلټنې عالي ادارې عمومی رئیس ښاغلی ستانکزی یو ژمن، متخصص شخصیت او هغه یی ددې هیواد  یو ځوان کدر معرفی او څرګنده کړه چې ښاغلي ستانکزی دماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او ددکترا سند یی هم دبشپړیدو په حال کې ده اوپه دولتي او غیر دولتي ادارو کې کافي کاري تجربه لري او پدې برخه کې ډیرې لاسته راوړنې هم لري.

دپلټنې عالي ادارې رئیس هیله څرګنده کړه چې دده په راتلوسره به دادارې کارونه له مخکې څخه هم سم او اغیزمن شي، او د ادارې له همکارنو څخه یی وغوښتل چې  له ښاغلی ستانکزی  سره دادارې دقانون له مخې همکاري وکړي.

ښاغلي حقمل  ټنګار وکړ، چې دپلټنې عالي ادارې مشرتابه  ژمن ده چې  دادارې دکارکونکو دوړتیا دلوړوالی  اودپلټنې درپوټونو په کیفیت اوبهبود کې به له هرې ممکنه لارې څخه ګټه واخلو. یوه له دغو لارو څخه دبشري سر چینو څخه داغیزمنې ګټې اخیستل اوپه اداره کې دکدرونو شتون دی. نو په همدې موخه ادارې تصمیم ونیوه چې ښاغلی حنان معروف ددې ادارې یو له  مجرب‌ او مخکښوریئسانو څخه دکندهار زون دسیمه ایزې پلټنې  رئیس په توګه  تبدیل کړي تر څو له تجربو څخه یی ددغه ریاست په  تقویت  کې ترې ګټه واخیستل شي ا و پر ځای به یی  ښاغلی ستانکزی  دښاغلي معروف سمت په پلازمېنه کې پر مخ بوزي . عمومی رئیس وویل: دادارې دمشرتابه هر اقدام  دادارې دفعالیتونو  اودکاري سیستم داغیزمنتیا دسمون په موخه تر سره کوي ،راځۍ چې دهیواد ملي ګټې دشخصي ګټو په پرتله  پورته وشمیرو اودغه لوی مسولیت چې موږ او تاسو ته راسپارل شوی ،په سمه توګه ،په  بشپړخپلواکتوب ، په عادلانه او په بی پلوۍ  اوپه بشپړ روڼتیا او ډیرې لیوالتیا سره تر سره کړو.

سید محمدمهدی حسینی  دپلټنې عالي ادارې مسلکی  مرستیال  دښاغلي ستانکزی  دګمارنې مبارکي وویله او څرګنده یې کړه : زه چې تر کومه ځایه  دده له رښتنوالی ،ژمنتیا او ځواکمنتیا څخه خبر یم  هیلمند یم چې  نوموړي  دادارې په دننه کې او تر پلټنو لاندې بنسټونو کې داصلاحاتو په راوستلو  ددې ادارې یو قوي بازو په توګه دیو بل تر څنګ بریالیتوبونه تر لاسه کړو او دفسادسره دمبارزې اودروڼوالی او اصلاحاتو،په راوستلو کې غښتلي ګامونه اوچت کړو.

مسلکی مرستیال همدارنګه  دښاغلي  حنان معروف  دمرکزي بودجوي ادارو دپلټنې مخکني رئیس له کړنو څخه یادونه اوستاینه  وکړه او هغه یې یو فعاله او ځوان ګدر وباله اوپه بیلا بیلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لرلي دي او هیله لرو چې په نوي دنده کې  دقندهار په ولایت کې  ښه کارونه او اغیزمن خدمتونه تر سره کړي.

د مرکزي بودجوي ادارو دپلټنې  نوي ګمارل شوي رئیس هم په خپله وینا کې دادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه  چې پر ده یې اعتماد وکړ اودغه بست ته یې وګماره   اوویل:  پرته له شکه زما دنوی  کار پیل  په یوداسې اداره کې ده  چې کولی شي په کاري لومړیتوب کې ددولتي ادارو په کچه  دسرغړونو او جرایمو له پیښیدلو مخنوی کوي  ،  او اداري فساد او اداري سرغړونو ته کموالی ورکوي ،هغه څلور اصله چې داساسي قانون پر (۵۰) ماده کې ادارې لپاره  وړاندوینه شوې ده  ، دغه څلور اصله دپلټنې عالي ادارې ددندو شاخصونو بنسټ  تشکیلوي  اوددغو څلور اصلو دتطبیق لپاره چې دوه اصله یې روڼوالی اوقانونمندی ده ډیر تمرکز لري.

ښاغلي ستانکزی خوښي څرګنده کړه چې دپلټنې په عالي اداره کې له یو قوي ټیم سره همکار شو او ژمنه یې وکړه چې دادارې  دمنسوبینو په همکارۍ به  دادارې فساد پروړاندې مبارزه کې نه ستړیکدونکې هڅې وکړي.

نوموړی دغونډې په پای کې دپلټنې عالي ادارې دمشرتابه له خوا تر کاري دفتر پورې بدرقه کړ اود مرکزي بودجوي ادارو دپلټنې ریاست پر چوکۍ تکیه ووهله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS