د ښاریانو لپاره د لګښتونو د پلټنې راپور
د پلټنې عالي ادارې د قانون پر بنسټ، د ادارې رئیس مکلف دی ترڅو په دولتي اداروکې د قوانینو او مقررو په پام کې نیولو ( رعایت) پلټه ترسره کړي او راپور یې ولسمشر او ولسي جرګې ته وړاندې کړي.
څرنګه چې د پلټنې عالي ادارې په قانون کې راغلي دي د پلټنې موخه په دولتي ادارو اوپه نورو ټولو هغو اداروکې چې پیسې او عامه شتمنۍ په واک کې لري اویا ترې ګټه اخلي د هغو د کړنو د سمون او په حساب ورکولوکې د رونټیا پیاوړي کول دي، ترڅو یو اغیزمن مدیریت رامنځته کړي او د خلکو باور د دولتي ادارو د کړنو پر وړاندې ډیر شي.
د عامه ادارو، د قوانینو او مقررو په پام کې نیولو( رعایت) پلټنې د لګښتونو راپور، د پلټنې عالي ادارې د ګټه لرونکو (ذینفعانو) د پوهاوي په موخه ترتیب شوې دی او د لاندې لینک له لارې د لاسرسي وړدی.