د پلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال، او د زیرمو او طبیعي سرچینو، اقتصاد او کرنې سګټور دپلټنې ریاست رئیس معرفي شو

samema.sadat
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۹ - ۴:۵۵
sao

نن یکشنبه ، د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولی ۹، ښاغلي نجیب الرحمن رحماني د ولسمشر د ۵۴۴ شمیرې د غویي د میاشتې ۲۰ نیټې د حکم له مخې د مالي او اداري مرستیال په توګه او ښاغلي محمد ریاض منګل د آزاد سیالي ازموینې له لارې د زیربنایی ، طبیعي زیرمو، اقتصاد او کرنې سکټور رییس په توګه د دې ادارې کارمندانو ته معرفي شوو.

په دې مراسمو کې، د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي محمد نعیم حقمل، د کړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي، د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي محمد عثمان بابري، ښاغلي نور احمد درویش د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال، د ادارې کارمندان او نورو میلمنو ګډون کړی وو.

sao

مراسم د الهي آیتونو په تلاوت او د اداري مشرتابه لخوا میلمنو ته د ښه راغلاست په ویلو سره پیل شو او وروسته د پلټنې عالي ادارې رئیس په داسې حال کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه د باور او د وړانډیز د منظورۍ په خاطر مننه وکړه وویل: ښاغلي رحماني او ښاغلی منګل دهیواد صادق، ژمن او ریښتینې ځوانانو څخه دي چې په دولتي او غیر دولتي برخو کې اړین کاري تجربه لري. ښاغلي حقمل بیا د ادارې له همکارانو څخه وغوښتل چې د پلټنې عالي ادارې د اهدافو او پلانونو ترلاسه کولو لپاره، ښاغلي رحماني او ښاغلي منګل سره په خپلو دندو کې مرسته وکړي.

په آخر کې، نجیب الرحمن رحماني او محمد ریاض منګل د جمهوري ریاست د باور او د پلټنې عالي ادارې د رییس ښاغلي محمد نعیم حقمل څخه مننه وکړه او د تدارکاتي او مالي سیستم په معیاري کولو، د ډله ایز (ټیمي کار) پلې کولو ، د مراسلاتو د بریښنایی کولو او د بیوروکراسۍ له مینځه وړلو لپاره ژمنه وکړه. او ډاډ یې ورکړل چې د ادارې د لوړو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره به له هیڅ دول همکاریو څخه ډډه ونکړي.

sao

د یادونې وړ ده چې ښاغلی رحماني د ماسټرۍ سند لري او تر دې دمخه د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معیین په توګه دنده ترسره کړی. او همدارنګه ښاغلي منګل تر دې دمخه د پلټنې عالي ادارې د بشري سرچینو ریاست مسئول وه.sao

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS