د ټولګټو وزارت او د افغانستان د اورګاډي د پټلۍ ادارې سره د پلټنې عالي ادارې لخوا پرانیسته ناسته ترسره شوه
د پلټنې عالي ادارو (ISSAIS) د نړیوالو معیارونو سره سم، د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي هیئت په ۲۹/۳/۱۴۰۰ نیټه د ټولګټې وزارت او د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې په مقر کې د عامه پروژو د پلټنې د معرفي کولو او پرانیستې په اړه جلا غونډې ترسره کړې. په دې غونډو کې د ټولګټې وزیر ډاکټر نجیب یمین، د ریل پټلۍ د ادارې عمومي رییس ښاغلي ولي خان شبګیر، د پلټنې عالي ادارې د کړنو او معلوماتي تکنالوجیو مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي، محمد فهیم امیني، او د پلټنې عالي ادارې د عامه پروژو رییس او د وزارت او یادو ادارو یو شمیر نور کارکوونکو برخه اخیستې وه.
لومړی، ښاغلي سید بلال هاشمي او محمد فهیم امیني، د پلټنې عالي ادارې او د پلټنې لاندې ادرو د موخو، صلاحیتونو او مسؤلیتونو په اړه لازمي څرګندونې وکړې، او د پلټنو لاندې ادارو څخه د پلټنې ترسره کولو کې د همکارۍ غوښتنه یې وکړه. بیا ښاغلي یمین او ښاغلي شبګیر د پلټنې عالي ادارې چارواکو ته ډاډ ورکړ چې د پلټنې په ترسره کولو او د پلټنې عالي ادارې چارواکو سره د اړین معلوماتو او اسنادو د چمتو کولو په اړه به همکاري وکړي او دوی ژمنه یي وکړه چې پدې برخه کې به هیڅ ډول همکاریو څخه ډډه ونه کړي.