د پلټنې عالي ادارې د ځانګړې پلټنې ریاست له ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سره پرانیستغونډه جوړه کړه.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۱/۷/۲۴ چې د ۱۴۴۴/۳/۱۹ سره برابره د ځانګړې پلټنې پرانیست غونډه د پلټنې عالي ادارې د حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د ځانګړې پلټنې رییس ښاغلي امین الله یونسي، د طبعي سرچینو، اقتصاد د برخې رییس ښاغلي وحیدالله پویا، د عوایدو د پلټنې رییس ښاغلي عجاز الحق عزیزي، د پلټنې د ټاکل شوي پلاوي او د هوایي چلند او ټرانسپورټ وزارت سرپرست ښاغلي الحاج ملاحمیدالله اخوندزاده، مالي او اداري مرستیال ښاغلي حافظ صدیق الله عابد، د کابل د لارو د تنظیم رییس ښاغلي مولوي جنت ګل جنتي او نورو مسولینو په ګډون کې جوړه شوه.
د غونډې پیل د مبارګ قران په سپېڅلو ایاتونو وشو، ورپسې ښاغلي مولوي نورحیدر صدر چې د پلاوي مشري یې هم په غاړه لرله؛ د ورسره ټیم د پېژندنې تر څنګ یې د ځانګړې پلټنې(فورینزیک) په ارزښت اغیز او اهمیت خبرې وکړې، زیاته یې کړه چې د پلټنې عالي اداره د جوړېدو له ورځې تر اوسه د ادارو، تصدیو، شرکتونو او نورو دولتي برخو د کمېو او نیمګړتیاوو د معلومولو لپاره کار کوي، او د همدې ستونزو دله منځه وړلوو لپاره یې اغیزمن وړاندیزونه ادارو ته سپارلي دي.
د ځانګړې پلټنې(فورینزیک) رییس امین الله یونسي د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له مسولینو مننه وکړه چې د غونډې جوړلو لپاره یې زمینه برابره کړې، او زیاته یې د پلټنې ټیمونه هر کال په وزارتونو، خپلواکو ادارو او نورو دولتي ادارو کې چې نقدي او غیر نقدي پانګې څخه ګټه اخلي، د پلټنې عالي ادارې د قانون له لارښوونو او د هېواد د لوړپوړو چارواکو( د ا.ا.ا ریاست الوزا) له حکم سره سم ارزوي، نوموړي زیاته کړه: د پلټنې په جریان کې چې زمونږ پلاوی کومې موندنې ترلاسه کوي، د پروسې په پایغونډه کې به د ادارو له لومړي درجه مسولینو سره شریک شي، او په همدې اړه به د ادارې نظر هم اخیستل کیږي.
د غونډې په جریان کې د طبعي زیرمو، زیربنا او اقتصاد د پلټنې رییس وویل که د ښاري مرکزونو او ولایتي هډو څخه عواید په روڼ ډول راټول شي د ملي عاید په ډول به د ملت په ارامي او ځان بسیاینې کې به مهم رول ولري.
په پای کې ښاغلي مولوي حمیدالله اخوندزاده ددې وزارت سرپرست په دې وزارت کې د پلټنې له ټیم سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د پلټنې د موندنو په عملي کېدا کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.