د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، سرپل ولایت ته سفر وکړ
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې مشري یې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي عبدالقدیر حقاني کوله او ورسره د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی راهب، د عوایدو د پلټڼې امر ښاغلي نثار احمد ثبات او پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۲۴ نېټه د سرپل ولایت والي ښاغلي مولوي عبدالرحمن اکه، امنیه قومندان ښاغلي مولوي عبدالبصیر مظهري او نورو ولایتي مسوولینو سره ولیدل.
د غونډې پیل، ښاغلي مولوي عبدالقدیر حقاني وکړ، د پلټنې ارزښت یې د نبوي احادیثو په رڼا کې روښانه کړ، نوموړي زیاته کړه: د اسلامي امارت مشرتابه له فساد د مخنیوي، بیت المال نه د سمې ساتنې، اداري چارو د لا ښه والي او د عامه ادارو د پیاوړتیا په پار د پلټنې عالي ادارې ته صلاحیت ورکړی، چې پلټنه ترسره او راپور یې مشرتابه ته وړاندې کړي.
ښاغلي مولوي محمدعیسی راهب وویل: اسلامي امارت د شهیدانو په وینو جوړ شوی نظام دی، پکار دی، چې ټول مسوولین د شهیدانو ارمانونو په خاطر خپلو کارونو کې خدای حاضر او ناظر وګڼي او له فساده ډډه وکړي.
د عوایدو د پلټنې امر ښاغلي نثار احمد ثبات د پلټنې عالي ادارې په تاریخي مخینې، موخو او په اداري چارو کې پلټنې ته په اړتیا خبرې وکړې، زیاته یې کړه: د پلټنې عالي ادارې د پلټونکو له لوري د پلټنې بهیر په ترسره کېدو د امارت بشري او مالی قوه مصرفیږي، ادارو ته پکار ده، چې د پلټنې موندنې او د پلټونکو سپارښتنې په سم ډول پلي کړي.
د سرپل والي ښاغلي عبدالرحمن اکه د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ددې ولایت په پلټل کېدونکو ادارو کې د پلټونکو له لوري د شوي چلند ستاینه وکړه، او پلتونکو سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.