د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ نیمروز ولایت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې ښاغلي مولوي صحبت الله محمدي، ښاغلي مولوي محمدخالد حلیمي او د ټیم نورو غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني په ۶ نېټه، د نیمروز ولایت د عامې روغتیا رییس ښاغلي ملا عبدالرحمن، د کار او ټولنیزو چارو رییس ښاغلي محمدعمر زبیر، ښاروال ښاغلي مولوي صلاح الدین ممتاز او نورو ولایتي مسوولینو سره د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د پلټنې په موخو، صلاحیتونو او کاري طریقې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او له ولایتي مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د نیمروز ولایتي مسوولینو د پلټنې پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پلټڼې په بهیر کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنتیا څرګنده کړه