د پلټنې عالي ادارې رييس په ايران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت تر پلټنې وروسته راستون شوي پلاوي سره وليدل
د پلټنې عالي ادراې رييس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۲۳ نېټه په ايران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت کې د پلټنې بهير د بشپړولو او راستنيدو وروسته د پلټنې له هيئت سره وليدل.
ليدنه کې ټاکل شوي پلاوي په ايران کې د افغانستان اسلامي امارت د سياسي استازولۍ د عوايدو، لګښتونو او نورو فعاليتونو د دقيقي پلټنې راپور د ادارې مشرتابه ته وړاندې کړ.
ورپسې د پلټنې عالي ادارې رييس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي په ايران کې د افغانستان سفارت د پلټنې راپور له ارزولو وروسته د پلټونکو هڅې وستايلې او په راتلونکي کې يې د لابرياوو هيله څرګنده کړه.