پلټنې عالي اداره کې پنځه تنه نوي رئیسان معرفي شول !

org_admin
Wed, Feb 16 2022 5:15 AM
06

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزارء د بیلا بیلو حکمونو پربنسټ، د پلټنې عالي اداره کې نوي رئیسانو پر دندو کار پېل کړ او د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس محترم مولوي قدرت الله جمال له لوري چې د ادارې مرستیالان محترم مولوي عزت الله حقاني او محترم نجیب الرحمن رحماني، د ادارې ارشد سلاکار فضل الله نظا مي او د ادارې مشرتابه پلاوي هم حضور درلود، نن یکشنبه د ۱۴۴۳قمري کال د رجب د میاشتې په ۱۱نیټه، د یویې غونډې په ترڅ کې د ادارې کارکونکو ته ور وپیژندل شول.

محترم نویدالله امان چې د اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري د 03/07/1443 نیټې (1114) شمیرې حکم پربنسټ په دویمه رتبه بست کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې ریاست سرپرست رئیس په توګه

01

، محترم خلیل الله حکیمی چې د عامه ادارې په برخه کې د ماسټرۍ ترکچې لوړې زده کړې لري د (1115) شمیرې حکم پربنسټ په دویمه رتبه بست کې د پلټنې د راپورونو د شننې ( تحلیل)ریاست د سرپرست رئیس په توګه

07

، محترم فضل محمود غیاثی چې د حقوقو په برخه کې د لیسانس تر کچې لوړې زده کړې لري د (1116) شمیرې حکم پر بنسټ په دویمه رتبه بست کې د قطعیه حساب د پلټنې ریاست د سرپرست رئیس په توګه

1

، محترم وحیدالله پویا چې د ماسټرۍ ترکچې پورې لوړې زده کړې لري د 06/07/1443 نیټې د (1145) شمیرې حکم پر بنسټ په دویمه رتبه بست کې د زیر بناوو او طبیعي سرچینو، اقتصاد اوکرنې سکټور د پلټنې ریاست سرپرست رئیس په توګه

2

او محترم امین الله یونسي د 06/07/1443 نیټې(1146) شمیرې حکم پر بنسټ په دویمه رتبه بست کې د فورنسیک او ځانګړې پلټنې ریاست د سرپرست رئیس په توګه معرفي او پردندو یې کارپېل کړ.

033

غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او ورپسې ښاغلي مولوي قدرت الله جمال نوي ګمارل شویو رئیسانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ زیاته کړه چې خپلو دندو ته جدي پاملرنه وکړي او وویل چې په اوسیني وضعیت کې اړتیا لیدل کیږي ترڅو د ګران هیواد په ودانولو او پرمختګ کې یو ارزښت ناکه ونډه ترسره کړو.

ورپسې د ادارې محترمو مرستیلانو هریوه په خپل نوبت سره دغه اړونده ریاستونه په دې اداره کې بنسټیز او مهم وګڼل او هغوي ته یې په ورسپارل شویو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او څرګنده یې کړه چې د ادارې د مشرتابه ملاتړ به له دوي سره وي.

په همدې لړ کې نویو ګمارل شویو رئیسانو هریوه په خپل نوبت سره د ریاست الوزراء عالي مقام او د پلټنې عالي ادارې د مشرتابه له باور او اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنې وکړې چې ورسپارل شوې د ندې به په پوره صداقت سره تر سره کړي او د ادارې د پرمختګ او پیاوړتیا په برخه کې به هڅې وکړي.

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS