پولتخنیک پوهنتون کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۱۵:۱۶
867

د پلټنې عالي ادارې د پلټنې پلاوي نن سه شنبه ۱۴۰۱/۰۷/۱۹ چې د ۱۴۴۴/۰۳/۱۵ نېټې سره برابره وه په پولي تخنیک پوهنتون کې د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي صاحب محمد غازي، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي او د پلټونکو په شتون چې د پول تخنیک پوهنتون رییس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجینر عبدالرشید اقبال او ددې پوهنتون مالي او اداري مرستیال سیدمصباح الدین هاشمي پکې ګډون کړی و خپله پرانیست غونډه جوړه کړه.

د غونډې پیل ښاغلي مولوي محمدغازي وکړ، او زیاته یې کړه: د اسلامي امارت په بیا حاکمیت کې ټولو افغانانو ونډه اخیستې، اوس د نړیوالو امیدونه له افغانستان پرې شوي هغوی پوهیږي چې افغانان د تسلیمېدو خلک ندي ولس خدمت د اسلامي امارت دنده ده او د پلټنې عالي ادارې دنده چې د افغانستان د پانګې د مصرفېدو له ځایونو معلومات ترلاسه کړي، د مولوي صیب غازي په خبره د اسلامي امارت ټولې ادارې د یو ارمان د ترلاسه کولو لپاره کوي له همدې امله په خپلو کې ډیرې همغږې دي، د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې د پروسې له تمامېدو سره سم هڅه کوي د نیمګړتیاوو او کمېو له معلومولو ورسته اصلاحي وړاندیزونه وړاندې او د اصلاح په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

د پول تخنیک پوهنتون رییس ښاغلي اقبال د غونډې په پای کې د پلټنې له ټیم د هر راز همکارۍ ډاډ تر څنګ وویل په تېرو شلو کلونو کې دې پوهنتون د ابادۍ لپاره هیڅ کار ندی شوی او ټول تعمیرونه ۵۰ کاله پخواني دي، د نوموړي په خبره د اسلامي امارت په راتګ دې پوهنتون کې د ماسټرۍ ۱۰ د دکتورا ۱ او نور تحقیقي برنامي شروع چې د لا غوړېدو په حال کې دي.

43

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

هیئت موظف ادارۀ عالی تفتیش جلسات افتتاحیه خویش در پوهنتون علوم طبی کابل و شفاخانه تدریسی علی آباد برگزار نمود

 هیئت موظف ادارۀ عالی تفتیش، جلسات افتتاحیه بررسی خویش را که در آن محترم مولوی محمد عیسی راهب رئیس دعوت و ارشاد، محترم مولوی صبیح الدین صدیقی وارسی کننده ریاست تفتیش سکتور معارف، صحت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

هیئت موظف ادارۀ عالی تفتیش جلسۀ افتتاحیه خویش را در ریاست معارف شهر کابل تدویر نمود

هیئت موظف ادارۀ عالی تفتیش جلسۀ افتتاحیه خویش را با مسئولین ریاست معارف شهر کابل که در آن محترم مولوی محمد عیسی راهب رئیس دعوت و ارشاد، محترم مولوی صبیح الدین صدیقی وارسی کننده ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

هیئت موظف ادارۀ عالی تفتیش جلسۀ افتتاحیه خویش را در ناحیه چهاردهم شاروالی کابل دایر نمود

هیئت موظف ادارۀ عالی تفتیش جلسۀ افتتاحیه خویش را که در آن محترم مولوی محمد حسن موسی زی رئیس تفتیش شاروالی ها، آمر و اعضای هیئت موظف تفتیش، محترم مولوی غلام محبوب عرفانی رئیس ناحیه. . .

BACK TO NEWS