د پلټنې عالي ادارې نوی رئیس معرفی شو!

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۴ - ۱۶:۱۱
02

د افغانستان اسلامي امارت د امیر المومنین حفظه الله د۲۸/۷/۱۴۴۳ نیټې د ( ۳۵۸) شمیرې فرمان پر بنسټ ، ښاغلی شیخ سید رسول صاحب د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې رئیس شیخ نورالحق له لوري چې د پلټنې عالي ادارې د مالي چارو او تقنیني سندو د رعایت پلټنې مرستیال ښاغلی مولوي عزت الله حقاني ، د مالي او اداري چارو مرستیال، محترم نجیب الرحمن رحماني ، د ادارې ارشد سلاکار ښاغلی فضل الله نظامي ، او د ادارې نورو مشرتابه هم حضوردرلود د غوڼدو په تارلار کې د یو ځانګړې غوڼدې په ترڅ کې د دې ادارې کارکونکو ته معرفی شو.

غونډه د پلټنې عالي ادارې د دفتر رئیس قاري عبدالحق احساس له خو ا د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیاتونو سره پېل او ورپسې ښاغلي شیخ نورالحق د شیخ سید رسول صاحب د ګمارنې حکم قرائت  کړ او نوموړي ته یې د دندې د مبارکۍ ویلو تر څنګ زیاته کړه، د اسلامي امارت مشرتابه هغه کسان په کلیدي بستونو کې په  دندو ګماري چې ریښتنې او باتجربه وي او دغه ګمارنې د دوي پر غوښتنه نه بلکه د افغانستان اسلامي امارت د لزوم دید پر بنسټ تر سره کیږي ، چې د اسلامي امارت په رهبري کې له بشپړ اعتماد څخه برخمن وي. د چارو ادارې رئیس د پلټنې عالي ادارې نوي ګمارل شوي رئیس ته یې په چارو کې د لوی څښتن تعالی له درګاه څخه د بریالیتوبونو هیله وکړه

پدې لړ کې ښاغلی شیخ سیدرسول صاحب د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له باور او اعتماد څخه مننه وکړه او دپلټنې کار یې له ملي شتمنۍ څخه د خیانت مخنوی اوساتنه یاده کړه او څرګنده یې کړه ، موږ باید داسې کار  او هڅې وکړو چې د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره ځان یو ځای کړو او دا کار هغه وخت شوڼی دی  چې په کارپوه تحصیل یافته او صادقه کاري نیرو ولرو.

 ورپسې محترم مولوی عزت الله حقانی  د پلټنې عالي ادارې مرستیال، شیخ صاحب رسول ته یې د نوي د ندې مبارکي وویله او زیاته کړه: شیخ صاحب د اسلامي امارت په چوکاټ کې یو له با تجربه کسانو څخه دی او نوموړی د اقتصاد او سیاست په برخو کې لازمه کاري  تجربه لري او ژمنه یې وکړه چې د پلټنې عالي ادارې ټیم به په خپل ټول توان سره له ده سره همکاروي.

 د یادونې وړ ده چې ښاغلی شیخ سید رسول صاحب  مخکې له دې څخه د افغانستان اسلامي امارت  د  قطر په  سیاسي د فتر کې د غړي په توګه دنده تر سره کوله . او همدارنګه  مخکې له شیخ سید رسول صاحب څخه د پلټنې عالي ادارې ریاست د محترم مولوي قدرت الله جمال پر غاړه وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۲۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ کابل پوهنتون کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی راهب، د پوهنې روغتیا او کلتور برخې د پلټنې امر ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي، د پلټنې ډلې امر او غړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

BACK TO NEWS