د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ برښنا شرکت کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د عملکرد او ځانګړې پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د عملکرد او چاپیریال ساتنې برخې رییس ښاغلي احمد شکیب ستاري، د پلټنې ډلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۲۳ نېټه، د برښنا شرکت له مالي او سرپرست عمومي اجراییوي رئیس ښاغلي مولوي محمد رسول جواد او نورو کارکونکو سره ولیدل.
د ناستې په پیل کې پلاوي د پلټنې په بهیر کې د یاد شرکت له کړې همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه: پلټنه هغه بهیر دی، چې ادارې د پلټونکو د اصلاحي سپارښتنو د عملي کولو په پایله کې خپلې ستونزې او نیمګړتیاوي له منځه وړي.
همدارنګه پلاوي د یاد شرکت د مسوولینو د نظر اخیستلو په پار د پلټنې د موندنو د راپور مسودې یوه کاپي ورسره شریکه کړه.
پای کې د برښنا شرکت مسوولینو د پلټنې عالي ادارې له ګټورو هڅو مننه وکړه او د موندنو او سپارښتنو د عملي کېدو ژمنتیا یې څرګنده کړه.