د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ په پېښور کې د افغانستان له عامه شتمنیو لیدنه وکړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې برخې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت د پلټنې برخې رییس ښاغلي نثار احمد ثبات، د فورنزیک او ځانګړې پلټنې برخې رییس ښاغلي مفتي فضل الحق قاسمي او ښاغلي مولوي محمد افسر مجاهد ګډون درلود، د ۱۴۴۵ ھ ق کال د رجب المرجب په ۲۴ نېټه، پېښور کې د اسلامي امارت قونسلګرۍ له پلاوي سره یو ځای پېښور کې د افغانستان له جایدادونو او د افغانستان له عامه شتمنیو لیدنه وکړه.