د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ملي پراختیا شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
۱۴۰۱/۸/۳۰
د پلټنې عالي ادارې د ملي پراختیا شرکت د مسولینو په غوښتنه، په یاده اداره کې د ځانګړې پلټنې د پیل لپاره د همغږۍ غونډه جوړه کړه، په یاده ناسته کې د پلټنې عالي ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي نورحیدرصدر، د ځانګړې پلټنې رییس ښاغلي امین الله یونسي، د پلټنې د ټیم امر، مسولینو او د ملي پراختیا شرکت رییس ښاغلي عبدالرحمن عطاش، د دفتر رییس ښاغلي رفیع الله عزیزي، مالي رییس ښاغلي نوید نوری او نورو مسولینو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د پلټنې عالي ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي نورحیدر صدر د پلتنې په ارزښت، په اسلامي کې د پلټنې په مقام، د پلټونکو په مسولیتونو او تر پلټنې لاندې ادارې په مکلفیتونو هر اړخیزې خبرې وکړې، نوموړي وویل: د پلټنې عالي ادارې له لوري په دندو ګومارل شوي پلټونکي ددې ادارې له پالیسۍ سره سم د عوایدو او مصارفو په اړه راپور ټولوي، ستونزې، نیمګړتیاوې، او کمې یې معلوموي او ورسته ورسره د راپور مسوده د نظر شریکولو لپاره یادې ادارې ته سپاري چې له بحث وروسته یې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو ته استوي، د پلټنې موخه په ادارو کې د ستونزو حلول دي.
ورپسې د ځانګړې پلټنې رییس ښاغلي امین الله یونسي د ملي پراختیا شرکت له مسولینو مننه وکړه، چې د ځانګړې پلټنې لپاره یې د پلټنې عالي ادارې مسولین ورغوښتي دي، نوموړي مسولینو ته ډاډ ورکړ چې پلټونکي به د پلټنې د نړیوالو معیارونو سره سم پلټنه ترسره کړي.
د غونډې په پای کې د ملي پراختیا شرکت رییس ښاغلي عبدالرحمن عطاش پلټنه په ادارو کې د ښه والي لپاره اساس وباله زیاته یې کړه: د ملي پراختیا شرکت د خلکو او مسولینو ته د ډاډ ورکولو لپاره د حسابونو د معلومولو او له مصرف د ډاډ لپاره د ځانګړې پلټنې لپاره د پلټنې عالي ادارې نه غوښتنه کړې، نوموړي د پلټنې پروسه کې له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.