په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو د پلټنې ورکشاپ جوړ شو
په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو د پلټنې ورکشاپ د پلټنې عالي ادارې د مسلکي پراختیا ریاست په همکارۍ د حکومتولۍ او قانون حاکمیت د پلټنې ریاست له لوري په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو او قونسلګریو کې د پلټنې ټاکل شویو ډلو لپاره د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۱۰ نېټه جوړ شو.
ورکشاپ د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل شو، ورپسې د مالي پلټنو په چارو او د تقنیني اسنادو د رعایت پلټنې مرستیال ښاغلي مولوي عزت الله حقاني له هېواده بېرون د افغانستان د سیاسي استازوليو په پار د ټاکل شویو پلټونکو د ګومارل کېدو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: پلټونکي د سفارتونو عواید او لګښتونه ارزوي او تخنیکي او مسلکي مشورې د سفارتونو د کړنو د ښه کېدو او د اسلامي امارت د نظام د پیاوړتیا په پار وړاندې کوي.
ورپسې ښاغلي فضل الله نظامي، خلیل الله حکیمي او سهراب وردګ د ورکشاپ ګډونوالو سره عمومي معلومات او خپلې تجربې شریکې کړي.