د افغانستان دپرانیستې دولتدارۍ سکرتریت د ژمنتیاو له تطبیق څخه دپلټنې عالي ادارې رپوټ

sao-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۷ - ۷:۱
sao

ځواب ورکونه یو له هغه موضوعګانو څخه ده چې نني دولتونه له هغو سره مخامخ دي. دولتونه باید دخپلو کړنو او فعالیتونو پروړاندې  ځواب ویونکي اووسي. اودخپلو فعالیتونو له څرنګوالي څخه  خلکوته دعامه شتمنۍ دلګښتونو له څرنګوالي څخه  اطلاع او خبر ورکړي.

پدې اساس ،دپلټنې عالي ادارې  دپلټنې په پروسه کې دښاریانو ګډون ،او په دولتي بنسټونو کې دلګښتونو دڅرنګوالي څخه دخلکوډاډ تر لاسه کول او همدارنګه دځواب ویلو ،حساب ورکولو اود لا روڼتیا  رامینځته کولوپه موخه په ۱۳۹۷ کال کې  وکولی شول چې دافغانستان دپرانیستې دولتدارۍ سکرتریت (OGPA) بنچمارکونه تطبیق کړي؛  چې ددغو ژمنوعمده برخه  دکړنو په پلټنه کې دخلکو ګډون وه.

کومې ژمنتیاوې چې دپلټنې عالي ادارې  دملي عمل -۱ برنامو کې  تطبیق کړي دي  په لاندې جدول کې پرې رڼا اچول شوې ده .

 

بنسټ

دپلټنې عالي اداره

پلان شوي فعالیتونه

دفعالیتونو دترسره کولو څرګندونې

دفعالیتونو پایلې

۱- د پلټنې په پروسه کې دخلکو دګډون دمیکانیزم دتدقیق او تصویب په موخه له مدني ټولنو او رسنیو سره درې ګډې غونډې تر سره شوي .

دپلټنې عالي ادارې  دافغانستان دپرانیستې حکومتوالۍ (OGPA) سره دخپلې ژمنې پر بنسټ  او همدا رنګه دښاریانو دپوهاوي په موخه له مدني ټولنو ،رسنیو او دافغانستان دپرانیستې حکومتوالۍ  سکرتریت سره ددرې غوڼډو په ترڅ کې دښاریانو دګډون میکانیزم چې مخکې ترتیب شوی وه، له سره پرې کتنه وکړه .

درسنیو او مدني ټولنو  د وړاندیزونو او غوښتنو ته په پام سره  دښاریانو دګډون میکانیزم باندې له سره کتنه وشوه او،د لاغني کولو لپاره یې لازم  ، اصلاحات پکښې راوستل شول.

۲- ددغه ساختار دکارکونکو لپاره  .دیو اداري لازم جوړښت مینځ ته راوړل  اودمیکانیزم داجرا لپاره د درې زده کړئیزو- او مطالعاتی  برنامو وړاندې کول

دخلکو دګډون اداري جوړښت  دپلټنې عالي ادارې په تشکیل کې جوړ او کارکونکې یې ګمارل شوي دي او  دمیکانیزم داجرا کولو دڅرنګوالي په  موخه څو زده کړئیزې برنامې ددوي دلا پوهاوي لپاره په  لاره اچول شوې دي  .

داړونده کارکونکو په ګمارنې سره دکړنو په پلټنه کې  دمدني ټولنو او رسنیو داستازو په ګډون سره لا ډیره همغږي مینځ ته راغلې ده.

۳- د پلټنې په پروسه کې رسنیو او مدني ټولنو لپاره دهغوي دپوهاوۍ  اود اړونده مسایلوپه خاطر دوه سیمنارونه په لاره واچول شول

دپلټنې عالي ادارې دخپلې ژمنې سره سم  دمدني ټولنو اورسنیو دمعرفي شویو استازو لپاره ددوي دلاپوهاوي په موخه درې زده کړئیزې برنامې  چې د(کړنو دپلټنې معرفی ، اودهغو موضوعګانو ټاکل چې دکړنو په پلټنه کې باید په پلان کې ونیول شي  )؛ بله مشورتي بر نامه چې ترپلټنو لاندې مراجعو کې  درسنیو او مدني ټولنو داستازو دمعرفي اودهمکاریو دڅرنګوالی ده او درې برنامې دنظر غوښتنې  چې پکښې ( دبررسۍ دټیم او دپلټنې لاندې مراجعې همکاري ، اوپه ویب سایت کې  دخلکو دنظرونو او شکایتونو دثبتولو پورتل  مینځته راوړل او همدارنګه  دښاریانو دګډون چاروته درسیدلو کمیټې جوړول پکښې شامل دي.

دیاد شویو برنامو په تدویر سره دمدني ټولنو او رسنیو له استازو سره لازمه پوهاوی شریک شوی  او همدارنګه دنوموړو برنامو په وړاندې کولو سره  اوداړونده بنسټونو داستازو په ګډون سره دپلټنې په پروسه کې  لاډیره اغیزمنتیا مینځ ته راغلې ده.

۴- د مدني ټولنو او رسنیو په ګډون سره دخطر دشننۍ پر بنسټ   دپلټنې په پروسه کې دخلکو دګډون دمیکانیزم پربنسټ  دوزارتونو اوخپلواکو ادارو دپلټنې پلان ترتیب  

دپلټنې په پروسه کې دخلکو دګډون دمیکانیزم پربنسټ  اودپلټنې عالي ادارې دژمنې سره سم  دوزارتونو اوخپلواکو ادارو دپلټنې پلان ترتیب  شوی ده.

 

دوزارتونو اوخپلواکو ادارو دپلټلو پلان ترتیب  ترڅو د اړونده مراجعو پلټنه په سمه توګه تر سره شي.

۵- د پلټنې دپلان پربنسټ  ۷ وزارتونو او خپلوکې ادارې تر پلټنو لاندې نیول کیږي.

دپلټنې عالي ادارې  دافغانستان دپرانیستې دولتدارۍ سکرتریت سره دخپلو ژمنو سره سم  په اوه مراجعو کې پلټنې تر سره کړې دي ،چې پردغو مراجعو کې دپلټنې دترسره کولو عمده موخه  دمدني ټولنو او رسنیو داستازو ګډون وه ،چې له نیکه مرغه  دادارې له لوري دپرله پسې هڅو او کوښښونو سره ،  داړونده بنسټونو استازو دبررسۍ له ټیم سره په مراجعه کې همکاري او ګډون وکړ.

دپلتنې عالي ادارې دژمنو سره سم دمدني ټولنو او رسنیو استازو دبررسۍ له ټیمونو سره په مراجعو کې ګډون وکړ ددغې پلټنې اغیزمنتیا اورړڼتیا  یې لازیاته کړه  .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS