د عدلي تعقیب وړ قضیو د تدقیق کمېټې پنځمه ناسته ترسره شوه
د پلټنې عالي ادارې د عدلي تعقیب وړ قضیو د تدقیق کمېټې پنځمه ناسته د دې ادارې د مالي چارو او تقنیني اسنادو د رعایت پلټنې مرستیال ښاغلي مولوي عزت الله حقاني په مشرۍ او د ادارې د مقام د ستر مسلکي سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي، د ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدین عمر، رییسانو، د کمېټې غړو او ځینو پلټونکو په ګډون د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۲۵ نېټه، ددې ادارې د ناستو په تالار کې ترسره شوه.
د یادې ناستې په اجنډا کې ۱۲ شامل موضوعات د سکټوري رییسانو له لوري ولوستل شو، او د یادې کمېټې له خبرو اترو وروسته یې په اړه اړینې پریکړې وشوې، یادې قضیې به د لارښوونو اخیستلو په پار عالي مقام ته واستول شي.