د پلټنې او ښاریانو ونډه په روڼتیا او حساب ورکونه کې
د پلټنې عالي اداره په عامه ادارو کې د لا ډیر روڼوالي، حساب ورکونې او د اصلاحاتو راوستلو د ټنګښت په موخه، د مدني ټولنو بنسټونو، رسنیو او د ښاریانو د شکایتونو، وړاندیزونه او نظرونه د ثبت زمینه برابره کړې ده.
سره له دې چې ولس او ښاریان په مستقیمه توګه اطلاعاتو او ارقامو ته لاسرسی نلري، خو د پلټنې عالي ادارې د ښاریانو لپاره دغه اسانتیاوې مینځ ته راوړي، تر څو دخپلو ارزښتناکه، اغیزمنو وړاندیزونو او څرګندونو وړاندې کولو له لارې؛ دعامه ادارو په پلټنه کې خپله مهمه او بنسټیزه ونډه ترسره کړي. دا اداره دمدني ټولنو او رسنیو په ګډون دښاریانو وړاندیزونه او نظرونه دمشارکتي ګډې پلټنې له لارې پلټي او رپوټ یې د ټولنیزو رسنیو له لارې د ښاریانو د پوهاوي په موخه خپروي.
له دې کبله، ښاریان کولی شي، په ویب پاڼه کې د شکایتونو د ثبت او د شکایتونو د صندوق له لارې چې د پلټنې په عالي اداره کې نصف شوی؛ خپل وړاندیزونه، شکایاتونه او نظرونه په آنلاین او په لیکنې توګه ثبت کړي، تر څو د یو مسوول ښاري په توګه مو په عامه ادارو کې د روڼتیا راوستلو او رڼې حساب ورکونې ونډه تر سره کړې وي.