د پلټنې عالي ادارې او کابل پولېتخنیک پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

samema.sadat
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۴:۴۲
sao

۱۹. زمری. ۱۴۰۰

د پلټنې عالي ادارې او کابل پولېتخنیک پوهنتون ترمنځ د علمي تجربو د شریکولو، مناسب علمي بستر د رامنځته کولو، د علمي او ښوونیزو پروګرامونو له لارې د پلټونکو او زده کړیالانو د مهارتونو او وړتیاوو د لوړولو، د دواړو لوریو ترمنځ د علمي فعالیتونو د پیاوړي کولو او د پولېتخنیک پوهنتون زده کړیالانو ته د کار زده‌کړو د زمینې برابرولو په موخه د پلټنې عالي ادارې د کړنو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي او د کابل پولېتخنیک پوهنتون د رییس ښاغلی پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال له خوا د دواړو ادارو د یو شمېر رییسانو او مسوولینو په حضور کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. 

sao

د پلټنې عالي ادارې او کابل پولېتخنیک پوهنتون تر منځ د هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر مهال د پوهنتون رییس ښاغلي اقبال په اوسني وخت کې د پلټنې عالي ادارې دندې حساسې او جدي وبللې او د دغې ادارې کړنې یې وستایلې. نوموړي زیاته کړه چې د کابل پولېتخنیک پوهنتون مشرتابه خوښ دی چې نن د هیواد له یوې با اعتباره ادارې سره دا هوکړه لیک لاسلیک کوي. هغه وویل چې پولېتخنیک پوهنتون د دې هوکړه لیک پر بنسټ د دواړو لوریو وړتیا لوړولو ته چمتو دی او ژمنه کوي چې د پلټنې او نورو برخو کې به د پلټنې له عالي ادارې سره په ګډه کار وکړي.sao

وروسته د پلټنې عالي ادارې د کړنو او معلوماتي ټیکنالوجۍ د پلټنې مرستیال سید بلال هاشمي د خبرو پرمهال وویل چې د کابل پولېتخنیک پوهنتون کولی شي په بېلابېلو برخو کې د پلټنې له عالي ادارې سره مرسته وکړي. نوموړي وویل چې د دې هوکړه لیک لاسلیک کول به د دواړو لوریو د ګډو اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. ښاغلي هاشمي همداراز هیله څرګنده کړه چې د دغه هوکړه لیک لاسلیک به په راتلونکي کې د پلټنې عالي ادارې او د کابل پولېتخنیک پوهنتون ترمنځ همکاري لا پیاوړې او دومداره شي.

د دې هوکړه لیک پر بنسټ به په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو مرستو ترڅنګ، د پلټنې عالي ادارې یو شمېره کارکوونکو ته د ماسټرۍ د زده کړې زمینه برابره شي.

sao

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS