د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس له خوا د (FIA) زده کړئیزه برنامه پیل شوه

sao-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۹ - ۸:۵
FIA,SAO,ACCA

هغه غونډه چې د ۱۳۹۸ کال دغبرګولي په ۱۹ نیټه د یکشنبه په ورځ د FIA  برنا مې دپرانیستې په موخه په لاره اچول شوې وه د اداري مشرتابه، رئیسانو آمرینواو پلټونکو پکښې ګډون درلود.

ښاغلي محمد نعیم حقمل د پلټنې عالي ادارې عمومی رییس وویل:  دپلټنې عالي ادارې هغه پلټونکي او منسوبین چې دانګلسي ژبې په آزموینه کې معیارې نمرې ندي تر لاسه کړي؛  دانګلسي ژبې کورسونو ته معرفي کیږي او ورسته به بیا پدې زده کړئیزه برنامه کې شامل شي  عمومي رئیس  دې ته په اشارې سره چې  ولې د FIA زده کړئیزه برنامه زده کوو اوپایله یې څه ده څرګنده کړه: په اوسیني وخت کې د  FIA سرتفکیت لرل یو مهم امتیازده او هغه کسان چې دغه سرتفکیت ولري، کولی شي  دنړۍ په هر ګوډ کې په لوړ معاش او امتیاز سره دنده تر سره کړي  اوپه حقیقت کې د  FIA سرتفیکت لرل یو پا سپورت ته ورته والی لري چې دنړۍ په هر ځای کې داعتبار وړ ده.

 ښاغلي حقمل وویل: داچې اوس موږ بهرنیو سلاکارانو ته اړتیا لرو  لامل دادی چې هغوي د FIA سرتفیکت لري او په اسانۍ سره کولی شي دمحاسباتي کارونو له  عهدې څخه اووزي . عمومي رئیس څرګنده کړه چې  دم ګړې ددغې برنامې زده کړې  تریو حده پورې اجباري دي، خو په راتلونکې ګې باید ټول په داوطلبانه توګه ددغې برنامې زده کړې ترلاسه کړي او هغه کارکونکي چې له ۴۵کلونو څخه پورته عمر لري کولی شي  په اختیاري توګه دغه زده کړې پر مخ بوزي نو  کله چې پلټونکي پدې برخه کې مسلکي شي، تر راتلونکي دوه نیم کلونو پورې به بهرني سلاکار ته اړتیا ونه لیدل شي او په راتلونکي کلونوکې به ددغه سرتفیکت لرونکو ته په ګمارنه کې لومړیتوب ورکړل شي.

دیادونې وړ ده چې دا برنامه  به تر دوه  نیم کلونو پورې ه دوام ولري  ۶۹ تنه پلټونکي اودبیلابیلو برخو کارکونکي پکښې زده کړې تر لاسه کوي  اوددې زده کړئیزې برنامې ډیره برخه مالي محاسبه او دمنجمنت محاسبه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۲۹
Background image

پلټنې عالي اداره کې د قرانکریم د ژباړې د ختم پروګرام پای ته ورسید 

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله او ریاست الوزرا د پریکړې پر بنسټ او د دعوت ارشاد عمومي ریاست له لارښوونو سره سم او د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

BACK TO NEWS