د پلټنې عالي ادارې له لوري د عدلیې وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست پلټونکو ته د (5 C) معیارونو ښوونیز پروګرام جوړ شو.
د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست د عدلیې وزارت ۲۰ تنو پلټونکو ته د (5 C) معیارونو ښوونیز پروګرام د ۱۴۴۵ جمادي الاول په ۱ نېټه جوړ کړ.
د پروګرام په پیل کې د مسلکي وړتیا لوړنې رییس ښاغلي سیدرحمان رحمان ددې پروګرام د جوړولو په اړه وویل: مونږ د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ په همغږۍ او همکاري سره وکولای شو، چې د عدلیې وزارت او نورو ادارو او وزارتونو د پلټونکو د ظرفیت لوړونې لپاره ښوونیز پروګرامونه په لاره واچوو، چې د (5 C) معیارونو ښوونیز پروګرام هم په دې لړۍ کې شامل دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د عدلیې وزارت د مکتوب پر بنسټ د پلټنې عالي ادارې څخه د دې وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست پلټونکو ته یاد پروګرام جوړولو غوښتنه وکړه.