د پلټنې عالي ادارې نظارت پلاوي، په کونړونو ولايت کې تر پلټنې لاندې ادارو ليدنه وکړه.
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې پکې د پلټنې عالي ادارې د کورنۍ پلټنې او له کيفيته د ډاډ رياست رييس ښاغلي مولوي عبدالهادي امين، د خدمتونو امر ښاغلي مولوي محمد سليم صديقي، د پوهنې، روغتيا او کلتور د پلټنې برخې امر ښاغلي محمد وسيم احمدي، د اطلاعاتو او اړيکو امريت د نشراتو برخې مدير صديق الله طوطاخيل او پلټونکو ډلې ټيم ګډون درلود د ١٤٤٥ هـ ق کال د ربيع الاول په ١٩ نېټه د کونړونو ولايت د عامې روغتيا رياست له مرستيال ښاغلي عتيق الله شينواري، د ښاروالۍ رييس ښاغلي مولوي نظر محمد عتيق، د علماوو شورا استازو او د ياد ولايت له بېلا بېلو ادارو مسوولينو سره ناستې ترسره کړې.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، مسوولينو ته د پلټنې په ارزښت معلومات وړاندې کړل د پلټنې عالي ادارې کړنې يې خورا اړينې وګڼلې او د اړوندو ادارو له مسوولينو يې و غوښتل، چې له پلټونکو سره د پلټنې په بهير کې لا ډېره همکاري وکړي.
په پاى کې د کونړونو ولايت مسوولينو د پلاوي له ورتګه خوښي څرګنده کړه او له پلټونکو سره يې د هر اړخيزې همکارۍ ژمنه وکړه.