د پلټنې عالي ادارې نوی سرپرست رییس د ادارې کارکونکو ته وروپېژندل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۵:۲۵
dfsf

د افغانستان اسلامي امارت د امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د 1444 هـ ق کال د شوال المکرم د 16 نېټې د (3599) ګڼې حکم پربنسټ، ښاغلی مولوي محمد محسن هاشمي د پلټنې عالي ادارې د نوي سرپرست په توګه نن د یکشنبې په ورځ د 1444 هـ ق کال په 24 د یوې غونډې په ترڅ کې، چې پکې د چارو ادارې د لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستیال ښاغلي مولوي سیف الدین تائب، په مالي چارو او د تقنیني اسنادو د پلټنې په برخه کې د پلټنې عالي ادارې مرستیال ښاغلي مولوي عزت الله حقاني، د پلټنې عالي ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د پلټنې عالي ادارې مسلکي سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي او ددې ادارې نورو مسوولینو او کارکونکو ګډون درلود وپېژندل شو

fgfg

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، ورپسې ښاغلي مولوي نورحیدر صدر ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: د پلټنې عالي اداره د نورو ادارو په څنګ کې هغه اداره ده، چې د سمونو راوړلو په برخه کې کار کوي او تل کوښښ کوي تر څو د اصلاحي سپارښتنو په لړ کې ستونزې، نیمګړتیاوې او غیر قانوني کړنې کنټرول او مخه یې ونیسي. د غونډې په دوام کې د چارو ادارې د لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستیال ښاغلي مولوي سیف الدین تائب د پلټنې عالي ادارې د نوي سرپرست رییس د ټاکل کېدو په اړه د امیرالمؤمنین حکم ولوست او د پلټنې عالي ادارې له مشرتابه او کارکونکو یې ورسره د همکارۍ غوښتنه وکړه. ښاغلي تائب د خپلو خبرو په دوام وویل: د تېرو کلونو د جګړو له امله د هېواد خاورې او ودانیو ضرر لیدلی اوس چې د خدای په فضل اسلامي امارت واکمن دی ددې وخت دی، چې لاسونه سره ورکړو او د هېواد او خلکو لپاره خدمت وکړو، نوموړي همداراز زیاته کړه: اسلامي امارت په خپلو پرېکړو کې خپلواکه دی، د پلټنې عالي اداره یوه مسلکي اداره ده، چې د خپلو په کار پوه تجربه لرونکو پلټونکو په مټ د امارتي ادارو پلټنې ترسره کوي، دا چې ددې ادارې چارې د نورو ادارو د نیمګړتیاوو سمول دي، غواړو چې مسوولین یې نیک چلند وکړي تر څو یې پایله د خدای رضا، خلکو ته خدمت او د هېواد ابادي او پراختیا شي. په پای کې د پلټنې عالي ادارې سرپرست مولوي محمدمحسن هاشمي د اسلامي امارت بریا د خدای تعالی مرسته او د هغو شهېدانو د وینو پایله یاده کړه ، چې په تېرو 40 کلونو کې د روسیې او ناټو د اشغال پر وړاندې تویې شوي دي. نوموړي همداراز زیاته کړه: د اسلامي نظام څخه دفاع او خلکو ته خدمت زمونږ دنده ده. همدا راز د پلټنې عالي ادارې سرپرست رییس د اسلامي او نبوي اخلاقو په پیروي، او له اداري او اخلاقي فساد سره په مبارزې ټینګار وکړ. د یادولو وړ ده چې محترم مولوي محمد محسن هاشمي له دې وړاندې د پنجشیر ولایت د والي په توګه دنده ترسره کوله.

dfdfsdfsfgfgfg

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS