د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي، د برچي په ۵۰ بستریز روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی خان راهب په مشرۍ پلاوی، چې ورسره د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رییس ښاغلي عبدلاحد قیومي او نورو غړو ګډون درلود، د برچي د ۵۰ بستریز روغتون له رییس ښاغلي همراه خان نیک پی او نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲ نېټه وکتل.
غونډه د مبارک قران په سپېڅلو ایاتونو پیل شوه، ورپسې د پلاوي مشر ښاغلي مولوي محمد عیسی خان راهب د قران کریم او نبوي حدیثو په رڼا کې د بیت المال په ساتنه کې د پلټنې په ونډې، موخو او تاریخي مخینې معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په اوږدو کې، ښاغلي عبدالاحد قیومي د پلټنې عالي اداره په هېواد کې د عوایدو او عامه شتمنیو د سم لګښت په اړه د ډاډ ترلاسه کولو یواځينی بنسټ وباله.
په پای کې د برچې ۵۰ بستریز روغتون مسوولینو، په خپل وار پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، او له پلټونکو سره یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.