د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي؛ د کابل پوهنتون رياست کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۴:۵۹
sdfsf

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دې ادارې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي عيسی خان راهب، د پوهنې، روغتيا او کلتور  برخې د پلټنې رييس ښاغلي عبدالاحد قيومي او د پلټنې پلاوي نورو غړو ګډون درلود، د 1445 هـ ق کال د رجب المرجب په 5 نېټه د کابل پوهنتون رياست مرستيال ښاغلي الحافظ عبيد الله عبيد او د ياد رياست له نورو مسوولينو سره د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه.
په ياده غونډه کې ټاکل شوي پلاوي، د پلټنې عالي ادارې په صلاحيتونو، مسووليتونو ، موخو تر پلټنې لاندې ادارو او د پلټنې څرنګوالي په اړه پوره معلومات وړاندې کړل او د کابل پوهنتون رياست له مسوولينو يې د پلټنې په بهير کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې په دوام د کابل پوهنتون رياست مسوولينو د پلټنې په برخه کې د لازمو معلوماتو او د اسنادو برابرولو ډاډ څرګند او د هر ډول همکارۍ ژمنه يې وکړه.   

dgdg

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS