د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په لومړۍ ناحيه کې د پلټنې پايغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري يې د دې ادارې د عملکرد او چاپيريال ساتنې برخې امر ښاغلي مولوي صديق الله عزيزي، د ښارواليو برخې د پلټنې امر ښاغلي محمد حليم شکران او د پلټونکي ډلې غړو ګډون درلود د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الاول په ۱۴ نېټه د کابل ښاروالۍ لومړۍ ناحيې له رييس ښاغلي مولوي محمد عالم عاصم او نورو کارکونکو سره د پلټڼې پايغونډه جوړه کړه.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې له مسوولينو د پلټونکو سره د پلټنې په بهير کې دکړې همکاري له امله مننه وکړه او د پلټنې د راپور مسودې يوه کاپي يې د هغوی د نظر اخيستلو په پار ورسره شريکه کړه.