د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۰:۲۷
43

په دې ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوی؛ چې مشري یې د دفاعي امنیتي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې برخې رییس ښاغلي مولوي صدیق الله عزیزي کوله، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري چارو له عمومي رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د دفتر رییس ښاغلي مولوي شاه محمد دوست او نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب په ۶ نېټه  ولیدل.
په دغه ناسته کې ښاغلي مولوي صدیق الله عزیزي پلټنه خنډ نه، بلکې د ادارو په حساب ورکولو کې روڼتیا، له عامه شتمنۍ ساتنه او د چارواکو خپلو چارو ته د پام اړول وبلل، ښاغلي عزیزي د یاد بنسټ له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري رییس او نورو مسوولینو په خپل وار د پلټنې عالي ادارې له مسولینو د پلټنې په اړه پوښتنې وکړې، چې ورته ځوابونه ورکړل شول، د غونډې په پای کې یې له پلټونکو سره د همکارۍ او پر وخت د اسنادو وړاندې کولو ډاډ څرګند کړ.

54

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۵:۲۲
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د چاپيريال ساتنې ملي اداره کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوی؛ چې پکې ددې ادارې د امنيتي، دفاعي او ټولنيز خونديتوب برخې د پلټنې رييس ښاغلي مولوي محمد غازي جرير، د پوهنې، روغتيا او کلتور برخي د پلټنې کفيل ښاغلي مولوي صبيح. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه 

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنيتی، دفاعی او ټولنيزخونديتوب د پلټنې برخي رييس ښاغلي مولوي محمد غازي جرير، د پوهنې، روغتيا او کلتور پلټنې کفيل ښاغلي مولوي صبيح الدين صديقي، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۴:۴۰
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د عامي روغتیا وزارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د کړنو او چاپېریال ساتنې رییس ښاغلي احمد شکیب ستاري او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د. . .

BACK TO NEWS