د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
Sun, Jan 29 2023 10:27 AM
43

په دې ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوی؛ چې مشري یې د دفاعي امنیتي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې برخې رییس ښاغلي مولوي صدیق الله عزیزي کوله، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري چارو له عمومي رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د دفتر رییس ښاغلي مولوي شاه محمد دوست او نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب په ۶ نېټه  ولیدل.
په دغه ناسته کې ښاغلي مولوي صدیق الله عزیزي پلټنه خنډ نه، بلکې د ادارو په حساب ورکولو کې روڼتیا، له عامه شتمنۍ ساتنه او د چارواکو خپلو چارو ته د پام اړول وبلل، ښاغلي عزیزي د یاد بنسټ له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري رییس او نورو مسوولینو په خپل وار د پلټنې عالي ادارې له مسولینو د پلټنې په اړه پوښتنې وکړې، چې ورته ځوابونه ورکړل شول، د غونډې په پای کې یې له پلټونکو سره د همکارۍ او پر وخت د اسنادو وړاندې کولو ډاډ څرګند کړ.

54

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS