د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالۍ په یوولسمه ناحیه کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي محمدحسن موسی زي کوله او نورو غړو ورسره ګډون درلود، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رمضان په ۱۳ نیټه د کابل ښاروالي د یولسمې ناحیې له رییس ښاغلي حافظ مرجان حیدري سره د پلټنې پایغونډه جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې ښاغلي محمدحسن موسی زي د یاد بنسټ له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: چېرې چې کار شتون ولري، تېروتنه پکې حتما رامنځته کیږي، او د پلټنې عالي اداره پوهیږي، چې د هېواد د قوانینو او پلټنې د نړیوالو معیارونو سره سم په ادارو کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه کړي، او د له منځه وړلو لپاره یې اړونده بنسټونو ته اصلاحي سپارښتنې وړاندې کوي، چې د عامه سکټور په ادارو کې د پلټونکو، وړاندیزونو او سپارښتنو په رڼا کې خپلې ستونزې کمې او یا له منځه یوسي.
په پای کې ښاغلي حافظ مرجان حیدري د پلټنې عالي ادارې د پلټونکو له ګټورو هلو ځلو مننه وکړه.