د پلټنې عالي ادارې پلاوي، په اتلسمه او نوولسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۰:۴۱
345

د پلټنې عالي ادارې پلاوی، چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین، پلټونکو او نورو مسوولینو ګډون درلود، په اتلسمه او نوولسمه ناحیه کې د کابل ښاروالۍ د اتلسمې ناحیې د ښاري پراختیا امر او د نولسمې ناحیې د عوایدو امر ښاغلي محمد اجمل رشیدي او د یادو ناحیو له نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ هـ ق د جمادي الثاني په ۲۹ نېټه وکتل.
په دغه ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د پلټنې په موخو، تاریخي مخینې، په عامه سکټور کې د حساب او ځواب ورکولو، له اداري فساد سره په مبارزه او د مالي سیستم په پیاوړتیا کې د پلټنې په ونډې خبرې وکړې.
په پای کې د یادو ناحیو مسوولینو، د ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د پلټنې په بهیر کې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

3243

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۲۱:۰
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته درې ورځینی اصلاحي سيمینار جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ پلاوي د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان المبارک د ۳ نېټې او ۲۶ شمېرې مصوبې د پریکړې پر بنسټ د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د وړتیا لوړونې په پار درې ورځینی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۴:۲۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالۍ په پنځلسمه ناحیه کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی راهب، د ښاروالیو د پلټنې امر ښاغلي محمدحلیم شکران، د پلټنې دلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان. . .

BACK TO NEWS