د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د بارچلونې دولتي شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د حقوقي سلاکار د دفتر کارپوه ښاغلي مولوي حزب الله رښتین، د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني په ۱۶ نېټه، د بارچلونې دولتي شرکت رییس ښاغلي مولوي مطیع الله صاحبزاده او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ادارې د پلټونکو په صلاحیتونو، مسوولیتونو او د پلټل کېدونکو ادارو په مکلفیتونو خبرې وکړې، او د یاد شرکت له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. پای کې د بار چلونې دولتي شرکت مسوولینو پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پلټنې په بهیر کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.