د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د جلال اباد ښاروالۍ ریاست کې د پلټنې پايغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې ښاغلي مولوي انورالحق او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۱۲ نېټه د جلال اباد ښاروال ښاغلي الحاج عبدالرزاق ضیایي او د ياد ریاست له نورو مسوولينو سره د پلټنې پايغونډه جوړه کړه.
په پيل کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د شاروالۍ له مسوولينو د پلټنې په بهير کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، او پلټنه يې د اسلامي امارت له ټولو ادارو سره د هغوی چارو ته د رسېدو او د تېروتنو د سمښت په موخه مرسته ياده کړه، او د پلټنې د راپور د مسودې يوه کاپي يې هم له مسوولينو سره شريکه کړه.
د غونډې په پای کې الحاج عبدالرزاق ضیایي د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پلټنې په بهیر کې د پلټونکو له چلند خوښي څرګنده کړه، او د پلټنې عالي ادارې د سپارښتنو د عملي کېدو ژمنه يې وکړه.