د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ په پولي کلينيک مرکزي روغتون کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان المعظم په ۸ نېټه، د پولي کلینیک مرکزي روغتون رییس ښاغلي الحاج دوکتور دین محمد حبیبي او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پولي کلینيک مرکزي روغتون له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او د اسلام مبارک دین په رڼا کې یې د پلټنې په ارزښت او حساب ورکونې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د پلټنې د راپور د مسودې یوه کاپي یې د هغوی د نظر اخیستلو په پار ورسره شریکه کړه.
ورپسې د پولي کلینيک مرکزي روغتون مسوولینو د پلټنې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او پلټنه یې د حکومتولۍ او د ادارو په کړنو کې د سمښت راوړلو په پار اړینه یاده کړه دوی د پلټنې عالي ادارې پلاوي سره د پلټنې د موندنو او سپارښتنو د عملي کولو ژمنتیا څرګنده کړه