د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته درې ورځینی اصلاحي سيمینار جوړ شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۲۱:۰
fdfyre

د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ پلاوي د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان المبارک د ۳ نېټې او ۲۶ شمېرې مصوبې د پریکړې پر بنسټ د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د وړتیا لوړونې په پار درې ورځینی اصلاحي سيمینار د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانوو رییسانو، پلټونکو او نورو کارکونکو په ګډون، د ۱۴۴۵ هـ ق کا د رمضان المبارک په ۱۴ نېټه جوړ شو.
سيمینار د قرآنکریم په مبارکو ایاتونو پیل شو، ورپسې د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي د روژې په مبارکه میاشت کې د اصلاحي سيمینار جوړول د خوښۍ زیری وباله او زیاته یې کړه: زمونږ د حکومتولۍ او ژوند طریقه باید د اسلامي شریعت، قوانیو، د حضرت محمد ص او صحابه کرامو د ژوند او سیرت سره سمه وي، د هغه د کولو امر چې راته شوی وي یا ترې منع شوي یو دواړه باید ومنو. همدارنګه نوموړي د شخص، کورنۍ او ټولنې د سمون او پرمختګ بنسټونه د اخلاقو، کورنۍ او مدني سیاست سم جوړول وبلل.
ښاغلي الحاج مولوي محمد هاشمي حکومت په دوه ډوله د ظلم او هدایت حکومتونه وبلل، چې د ظلم او جهل حکومتونه د بشریت په وړاندې د هیڅ ډول ظلم او بې رحمۍ څخه لاس نه اخلي؛ خو د هدایت حکومت اسلامي نظام دی، چې مهمې چارې یې د الله ج لوري ته بلنه، امربالمعروف او نهې عن المنکر، د خلکو د اخلاقو برابرول، اسلامي مسایلو باندې د خلکو برابرول، اخرت ته د خلکو متوجه کول، تقوا او پرهیزګارۍ ته د خلکو هڅول، خلکو کې د قناعت عامول او خلک له ګناه او حرامو څخه منع کول دي.
د پلټنې عالي ادارې رییس د مجاهدینو د بریالیتوب وسایل په الله ج ټینګ ایمان، سالمه رهبري، د مسوولیت احساس، په اخرت ایمان.... یاد کړل، او د پلټنې عالي ادارې د پلټونکو صفتونه یې امانتولي، اعتدال، اخلاص، احسان، اخلاق، پاک لمني، همکاري او مرسته، راز ساتل، بخښنه، عدالت ، په ژمنې وفا.... وښودل او پلټونکو ته یې لارښوونه وکړه، چې د دندې د ترسره کولو په وخت کې خپل ځانونه په اسلامي شرایطو برابر کړي، د امیر اطاعت وکړي، له تحفو او میلمستیاوو ځان وساتي، له صلاحیتونو ناوړه ګټه پورته نه کړي، له نشه ایي توکو لرې واوسي په داخل او خارج کې افغاني ملي لباس واغوندي او له هغو مسایلو، چې د دوی د وخت د ضایع کېدو سبب کیږي ترې ځان وساتي.
ورپسې د ادارې د مقام مسلکي مشاور ښاغلي فضل الله نظامي تېر کال د پلټنې عالي ادارې لپاره له لاسته راوړنو ډک وباله او زیاته یې کړه: پلټونکي دې له دې وروسته د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله او ریاست الوزرا له فرمانونو، احکامو لارښونو، د کابینې له پریکړو او د مالیې وزارت له متحدالمالونو د پلټنې د راپور د برابرولو په وخت کې ګټه پورته کړي، ښاغلي نظامي د پلټنې پلان او استعلامونو د ترتیب په څرنګوالي ددې ادارې کارکونکو او پلټونکو ته معلومات وړاندې کړ. 
حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدین عمر بیا د اسلام مبارک دین له دیده د پلټنې په اخلاقي اصولو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د پلټنې عالي ادارې کارکونکي د دوه امتیازونو درلودونکي دي؛ یو دا، چې په اسلامي نظام کې کار کوي او بله دا، چې امارتي ادارو کې پلټنه کوي. نوموړي همداراز اخلاق په رسمي او ټولنیز ژوند کې ډېر اړین وباله او زیاته یې کړه: چې ایمان په ښو اخلاقو بشپړیږي.

sfssfdfdrjqsddfdfsfgdgdgdfsf

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS