د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي؛ د بدني روزنې او سپورټ ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۲۱ نیټه د بدني روزنې او سپورټ ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه، چې پکې د پلتنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی خان راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور د برخې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي، د پلټنې ټیم غړو او د بدني روزنې او سپورټ ریاست تخنیکي او مسلکي مرستیال او د یاد ریاست نورو مسوولینو ګډون کړی و.
د غونډې پیل د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب وکړ، او د مبارک قران او احادیثو په رڼا کې یې د عامه شتمنیو د ساتنې په اړه معلومات وړاندې کړل، ورپسې یې د پلټنې په بهیر کې د پلټنې عالي ادارې په مسوولیتونو او د پلټنې لاندې ادارې په مکلفیتونو خبرې وکړې، ښاغلي مولوي عیسی خان راهب د پلټنې پروسه په اداراتو کې د سمونونو راوستلو او ستونزو او نیمګړتیاوو په له منځه وړلو کې اړینه وبلله او د یادې ادارې له مسولینو یې له پلټونکو سره د همکارۍ او استعلامونو ته په وخت د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.
په پای کې، د بدني روزنې او سپورټ ریاست مسوولینو د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ژمنه ورکړه، چې د پلټنې په بهیر کې به له پلټونکو سره پوره همکاري وکړي.